سوېل ختیځ زون د ترویج کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۹
 سوېل ختیځ زون د ترویج کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

۱۰ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د پکتیا، لوګر، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو د ترویج کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شوی دی.
دغه روزنیز پروګرام چې د خوست په ولایت کې په لاره اچول شوې ده، درې ورځو لپاره ده او په کې په سوېل ختيځ زون کې د بڼوالۍ او مالداۍ ملي پروژې د ترویج کارکوونکي ګډون لري.
یاد روزنيز پروګرام کې به ګډون کوونکو ته ور وښودل شي، چې څنګه کولای شي په خپلو سيمو کې د بزګر د سيمه ييز ښوونځي غونډې جوړې او بزګران وهڅوي، چې په دې غونډو کې ګډون وکړي او د کرنې او مالدارۍ په تړاو پر خپلو ستونزو له يو بل سره خبرې اترې وکړي او خپلې تجربې شريکې کړي.
سوېل ختیځ زون کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» همغږی کوونکی عنایت الله ځلاند وايي دا ډول پروګرامونه د ترويج له مامورينو سره مرسته کوي، چې د کرنې نوې او ګټورې لارې چارې بزګرانو ته ور انتقال او په دې ډول د کرنې په پرمختګ او حاصلخيزي کې برخه واخلي.
دغه راز د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري دا ډول روزنیز پروګرامونه د بڼوالو او بزګرانو د وړتیا لوړولو، ښو خدمتونو وړاندې کولو او د بڼوالۍ په برخه کې د ولسونو د ستونزو هوارولو لپاره اړین وبلل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت