د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
نشست هم‌آهنگی وزارت زراعت با موسسات همکار برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۴م نندارتون د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ غونډه د یاد وزارت د پالیسۍ او پلان په تالار کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، د پلان او پالیسۍ رییس سید خالد صاحب‌زاده، د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست سلاکار عزیزالرحمن رحماني او د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیوي رییس وسیم صافي د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د ښه تنظیم لپاره پر همغږۍ، انسجام او ګډې همکارۍ خبرې وکړې.
همداراز، ګډونوالو د نوښتونو، بازارموندنې، د بزګرانو د ملاتړ، د تجربو د شریکولو او ګډو فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، څو د نندارتون کیفیت او اغېزمنتیا لا لوړه شي.
ټاکل شوې ده، چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون د روان کال د غویي میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت