د ننګرهار شپږو ولسوالیو کې ۱۲۰۰ جریبه بڼونه جوړیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۱۴:۵۵
د ننګرهار شپږو ولسوالیو کې ۱۲۰۰ جریبه بڼونه جوړیږي

۸ سلواغه ۱۳۹۸
هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او ۲۰۰ جریبه بڼونه جوړیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوږیانیو او شیرزادو» کې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچې یو زر او ۲۰۰ جریبه بڼونه جوړیږي، چې له دې ډلې ۶۳ جریبه یې متراکم بڼونه دي.
د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیر المؤ منین حفظه الله د حکم پر بنسټ، مولوي نورالدین عمیر د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

بازگشت