د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو او ګیلاسو  بڼونو د جوړولو په موخه پر ۳۸ مستحقو بزګرانو د شفتالو او ګیلاسو پنځه زره نیالګي وېشلي دي.
 ددغو بڼونو جوړولو په پار په یاده ولسوالی کې هر اړخیزه سروې هم تر سره شوې وه، یاده سروې د دې لپاره ترسره شوه، تر څو د سیمې اقلیمي شرایط، د خاورې ډول، د اوبو موجودیت او د بزګرانو لېوالتیا وڅېړل شي او د شفتالو او ګیلاسو د بڼونو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې تثبیت او تشخیص شي. د سروې پر مهال له بزګرانو سره نږدې مشورې وشوې او هغوی ته د بڼوالۍ د ارزښت، اقتصادي ګټو او د شفتالو او ګیلاسو د تولیدي اهمیت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
د مسؤلینو په وینا، د شفتالو او ګیلاسو د بڼونو منظم جوړولو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او په سیمه کې د بڼوالۍ د ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د بزګرانو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پایدارې کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته کوي، تر څو بزګران وکولای شي له نوې ټکنالوژۍ او معیاري بڼوالۍ څخه ښه اقتصادي ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت