د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر ۴۰۰ بېلابېل نیالګي د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شول.
د نرخ ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري، د ولسوالۍ د مقام په همغږۍ او همکارۍ، دغه نیالګي چې پکې مورپان، ناجو، غرني بادام او پشه‌خانه شامل دي، د سیمې د زرغونتیا او چاپېریالي ښکلا د ښه والي لپاره ووېشل شول.
چارواکي وایي، چې یاد نیالګي به د نرخ ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو، مدرسو، ښوونځیو او د ولسوالی مقام اړوند سیمو کې کېنول شي، څو د چاپېریال ساتنې ترڅنګ د خلکو لپاره سالم او ښکلی چاپېریال رامنځته شي.
په دې وروستیو کلونو کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا ته د پام زیاتېدو سره، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو او وېش پروګرامونه چټک شوي دي، چې موخه یې د اقلیمي بدلونونو اغېزې کمول، د هوا ککړتیا راکمول او د طبیعي ښکلا پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت