د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
در ولسوالی ځاځي میدان ولایت خوست، باغ‌های ناک و املوک ایجاد می‌شود

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځاځي میدان ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په همکارۍ، د دې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د سرواملوکو او ناکو بڼونو جوړولو په موخه پر یوشمېر بزګرانو د یادو ونو نیالګي او پر یوشمېر نورو بزګرانو د رشقې تخم ووېشل شول.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې ۱۱۴ بڼوالو ته د املوکو او ناکو نیالګي او دغه راز ۵۷ بزګرانو ته د رشقې تخم وېشل شوي دي.
د یادې پروژې موخه په ځاځي میدان ولسوالی کې د بڼوالۍ سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د اصلاح شویو تخمونو ترویج او د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول دي، ترڅو په اوږدمهال ډول د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز تولیدات وده ومومي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمنه ده، چې په راتلونکي کې به دې ته ورته پرمختیایي پروګرامونه دوامداره وساتي او د کرنې د سکټور د لا پیاوړتیا لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت