د کرنې سکټور د پراختیا په‌پار د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۰
برگزاری نشست هماهنگی تخنیکی میان وزارت زراعت و مؤسسات همکار برای انکشاف سکتور زراعت

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه، د دې وزارت د پالیسۍ او پلان رییس سید احمد خالد صاحب‌زاده په مشرۍ د پلان عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د بڼوالۍ مؤسسې رییس، د افغان‌اېډ مؤسسې تخنیکي مسئول او همدارنګه د کرنې وزارت یو شمېر سلاکارانو او متخصصینو ګډون کړی و. د دغې غونډې د جوړېدو موخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې سکټور د پراختیا په موخه د پروګرامونو ارزونه او د فعالیتونو همغږي وبلل شوه.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت د پالیسۍ او پلان رییس د همکارو مؤسسو له هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کرنې وزارت او یادو مؤسسو ترمنځ ګډې همکارۍ به د افغانستان د کرنې سکټور د پراختیا او پیاوړتیا په موخه دوام ومومي.
همدارنګه په دې غونډه کې د دایکنډي، سمنګان، تخار، فاریاب، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د کرنیزو پراختیايي پروګرامونو په اړه یو پرېزنټېشن وړاندې شو. په دغو ولایتونو کې افغان‌اېډ، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه، اکشن‌اېډ، ټېلو او د افغانستان د بڼوالۍ مؤسسه د کرنې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.
یاد پرېزنټېشن چې د افغانستان د بڼوالۍ مؤسسې له لوري د یادو مؤسسو د فعالیتونو د دوام او همغږۍ لپاره چمتو شوی و، ګډونوالو ته وړاندې شو. په پای کې د کرنې وزارت کارپوهانو ټینګار وکړ چې وړاندې شوي معلومات او پروګرامونه باید د کرنې وزارت د لومړیتوبونو، پالیسۍ او ستراتیژیو له مخې ترتیب او تنظیم شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت