فراه کې راستانه شویو کډوالو ته لس معیاري شنې خونې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۹:۲۲
ساخت ده باب گلخانه معیاری برای مهاجرین عودت‌کننده در فراه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «واسا»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د «یوان‌اچ‌سي‌آر» ادارې په مالی ملاتړ د دی ولایت مرکز اړوند کلیوکې ۱۰ بابه معیاري شنېخونې جوړېږي. په همدې موخه پر اړوندو بزګرانو د شنوخونو جوړولو توکي ووېشل شول.
ددغو توکو په وېش غونډه کې د فراه دکرنې رییس مولوي پیرمحمد حلیمي وویل، چې، یاد پروګرام د فراه ولایت مرکز اړوند هغه سیموکې چې،  څو موده مخکې د یو ګډ ټیم له خوا دشفاف سروې له لارې یوشمېر بزګران اړمن پیژندل شوي پلي کېږي، چې په همدې موخه  دیاد شنو خونو ۲۳ قلمه توکې او وسایل و ویشل شول.
د یادولو وړ ده، چې له هرشنې خونې څخه ۸ نفر په ګډه  ګټه اخلي چې، ټوټال ۸۰ تنه په مستقیم ډول د یاد پروژی څخه ګټمن کېږي.
ددې پروژې موخه هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د کار زمینه برابرول، د وچکالۍ د اغیزمنتیا کمول، اقتصادی پیاوړتیا او د شنو خونو صنعت ته وده او پراختیا ورکول بلل دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت