ننګرهار کې د غیر موسمې سبو تولید په موخه ١٣٦ شنې خونې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۲۸
ننګرهار کې د غیر موسمې سبو تولید په موخه ١٣٦ شنې خونې جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې «ان‌سی‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت د ننګرهار په ١١ ولسوالیو کې ١٣٦  تنو مېرمنو ته د غیر موسمي سبو تولید په موخه وړې شنې خونې جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل، چې د ننګرهار په کوټ، لعلپوره، حصارک، سره رود، کامه، بټي کوټ، هسکه مېنه، بهسود، کوزکونړ، رودات، دره نور او دوربابا ولسوالیو کې مېرمنو ته شنې خونې د کال په بېلا بېلو موسمونو کې د سبو تولید، د کمې ځمکي څخه ډېر حاصل ترلاسه کولو او د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه شنې خونې جوړېږي.
ښاغلي محمد وویل، چې په ولسوالیو کې سروي په شفاف ډول ترسره شوي او د سیمو د تخنیکي ارزونو وروسته به عملآ د شنو خونو جوړولو چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت