د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د کرنیزو تخمونو او وسایلو بستې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۰
د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د کرنیزو تخمونو او وسایلو بستې ووېشل شوې

 ۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د «ډي‌ارسي» مؤسسې له لوري د کانتیوا ولسوالی کې د اقلیم سره د مقاومت لرونکې او دوامدارې کرنې د پیاوړتیا په موخه ۳۳ تنو بزګرانو ته د کرنیزو تخمونو او وسایلو بستې ووېشل شوې.
په دغو بستو کې ۱۵ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره، بیلچه، تسکوره، پنجۍ، لور او رمبی شامل وو.
د دې مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د اقلیم بدلون پر وړاندې د دوامدارې کرنې پیاوړتیا ده.
بزګرانو د نورستان دکرنې ریاست او دغه راز «ډي‌ارسي» مؤسسې له چارواکو څخه خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده، چې په راتلونکې کې هم ورته مرستې دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت