ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان‌سي‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت د ننګرهار په ١٤ ولسوالیو کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو دستګاوې (سولر ډرایر) ورکول کېږي.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل، چې د ننګرهار په کوټ، چپرهار، ګوشته، لعلپوره، حصارک، سره رود، کامه، بټي کوټ، هسکه مېنه، بهسود،کوزکنړ، ردوات، دره نور او دوربابا ولسوالیو کې مېرمنو ته د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو مخنیوي، خوړو ساتنې او د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه  یاد وسایل ورکول کېږي.
ښاغلي محمد وویل، چې په ولسوالیو کې سروي په شفاف ډول ترسره شوي او په نږدې راتلوونکي کې به دستګاوې انتخاب شوو مېرمنو ته وسپارل شي.
د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې ولایتي مسؤل روح الله دروېش وویل، چې له دغو مرستو برخمن شویو مېرمنو  ته د سبو او مېو وچولو، استعمال، ساتنې او نورو اړوندو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت