دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۳
دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او د صنعت او سودګرۍ ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونون لاسلیک شو. 
په دې تړاو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رياست کې جوړه شوې وه، چې په کې د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو لوی رييس صبغت الله اخندزاده ګډون درلود.
ياده ځمکه د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ ریاست له‌خوا ياد وزارت ته د بادغیس ولايت په قلعه نو ولسوالی کې په ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د صنعتي پارک د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو لوی رييس صبغت الله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین از وزارت زراعت به وزارت صنعت و تجارت
۱۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اعلام کردند که به فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، قرارداد انتقال زمین میان وزارت زراعت و وزارت صنعت و تجارت به امضا رسید.
این جلسه در ریاست عمومی انتقال و توزیع زمین وزارت زراعت برگزار شد و در آن مولوی محمد فاروق امرخیل آمر تبادله و کفیل ریاست امور زمین وزارت زراعت و صبغت‌الله اخندزاده رئیس بخش پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت حضور داشتند.
بر اساس این توافق، زمینی به مساحت ۵۰۰ جریب در ولسوالی قلعه نو ولایت بادغیس به وزارت صنعت و تجارت منتقل شد تا برای ایجاد پارک صنعتی استفاده گردد.
قرارداد انتقال زمین میان آمر تبادله و کفیل ریاست امور زمین وزارت زراعت و رئیس پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت به امضا رسید و مراحل قانونی آن تکمیل گردید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت