د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست یو شمېر کارکوونکي نوو بستونو ته تبدیل او معرفي شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۲
د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست یو شمېر کارکوونکي نوو بستونو ته تبدیل او معرفي شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د حکم پر بنسټ، د دې وزارت د مالي او حسابي ریاست شپږ تنه کارکوونکي له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نوو بستونو کې وګومارل شول او د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.
د پېژندنې په مراسمو کې د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د امانت‌دارۍ، رښتینولۍ، دین‌دارۍ، د بیت‌المال د ساتنې، روڼتیا، ښه چلند او د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د ورځنیو چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره یې پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
د دغو ټاکنو له مخې، غلام حضرت عثماني د بودجې د آمر، عزت‌الله مخلص د څلورم پروګرام آمر، سید جمال سادات د درېیم پروګرام د آمر، حاجي جاوید حکمي د درېیم پروګرام آمریت د پراختیایي حواله‌جاتو د لوی مدیر، محمد دوران د اجرایې د لوی مدیر او سهیل فرناس د مالي او حسابي ریاست د دویم پروګرام آمریت د پراختیایي تخصیصاتو د مدیر په توګه ټاکل شوي دي.
چارواکو هیله څرګنده کړه، چې یاد ټاکل شوي کارکوونکي به د خپلو ورسپارل شویو مسؤلیتونو په ښه ترسره کولو سره د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي.


تبدیل و معرفی شماری از کارمندان ریاست مالی و حسابی  وزارت زراعت در بست‌های جدید
۱۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
براساس حکم مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، شش تن از کارمندان ریاست مالی و حساب این وزارت از بست‌های قبلی تبدیل و در بست‌های جدید تعیین گردیده و طی مجلسی معرفی شدند.
در مراسم معرفی، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حساب وزارت زراعت در مورد امانت‌داری، صداقت، دین‌داری، حفاظت از بیت‌المال، شفافیت، حسن سلوک و همکاری میان کارمندان صحبت نموده و بر هماهنگی و همکاری در پیشبرد امور روزمره تأکید کرد.
براساس این تعیینات، غلام حضرت عثمانی به حیث آمر بودجه، عزت‌الله مخلص به حیث آمر برنامه چهارم، سید جمال سادات به حیث آمر برنامه سوم، حاجی جاوید حکمی به حیث مدیر عمومی حواله‌جات انکشافی آمریت برنامه سوم، محمد دوران به حیث مدیر عمومی اجرائیه و سهیل فرناس به حیث مدیر تخصیصات انکشافی آمریت برنامه دوم ریاست مالی و حساب مقرر گردیده‌اند.
مسئولان ابراز امیدواری کردند که کارمندان تعیین‌شده با انجام مسئولیت‌های محوله بتوانند در بهبود امور مالی و اداری وزارت زراعت نقش مؤثر ایفا کنند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت