د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۸۰ بزګرانو ته بڼونه جوړ شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۳
د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۸۰ بزګرانو ته بڼونه جوړ شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه موسسې په همکارۍ د ننګرهار په روداتو او کوټ ولسوالیو کې ٨٠ بزګرانو ته بڼونه جوړ کړل.
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ډاکار خیریه مؤسسې په مرسته یي د شفتالو، چینایي لیمو او سرو املوکو یو جریبه بڼونه د دبڼوالۍترویج او کلیوالي بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړ کړل.
ښاغلي محمد وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې به یادو بزګرانو ته کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل هم ورکړل شي.
د ډاکار مؤسسې ساحوي مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل، چې یادو بزګرانو ته به په څو مرحلو کې د بڼونو کرلو، ځمکي اماده کولو، هرزه وښو مخنیوي، ناروغیو کنټرول او د حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.


در دو ولسوالی ولایت ننگرهار برای ۸۰ تن از دهقانان باغ‌ها ایجاد شد
۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مؤسسه خیریه داکار، برای ۸۰ تن از دهقانان در ولسوالی‌های رودات و کوت باغ‌ها احداث کرده است.
مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که با همکاری مؤسسه خیریه داکار، باغ‌های یک جریبی شامل درختان شفتالو، لیموی چینی و املوک به هدف ترویج باغداری و تقویت اقتصادی دهقانان روستایی ایجاد گردیده است.
وی افزود که در آینده نزدیک برای دهقانان یادشده کودهای کیمیاوی و وسایل زراعتی نیز توزیع خواهد شد.
همچنان انجنیر جواد رفیقی مسئول ساحوی مؤسسه داکار اظهار داشت که برای این دهقانان در چند مرحله آموزش‌های لازم در بخش‌های احداث باغ، آماده‌سازی زمین، کنترول علف‌های هرزه، مدیریت امراض نباتی و جمع‌آوری حاصل نیز ارائه می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت