د کرنې وزارت له‌خوا ملي پراختیا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۳
د کرنې وزارت له‌خوا ملي پراختیا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د ملي پراختیا شرکت د «جي‌ای‌اس» څانګې کارپوه انجنير عبدالحسيب صمدي ګډون درلود.، د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا د ملي پراختیا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ملي پراختیا شرکت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا ياد وزارت ته د کندهار ولايت دامان ولسوالی کې په ۴۹۴۸ متر مربع ځمکه باندې د اداري تعمیر د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رياست د تبادلې آمر او د دغه رياست کفیل مولوي محمد فاروق امرخېل او د ملي پراختیا شرکت د «جي‌ای‌اس» څانګې کارپوه انجنير عبدالحسيب صمدي ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت