میدان وردګو کې د سوداګریزو ګیلاسو بڼونو د جوړولو په موخه پر بزګرانو د نیالګیو وېش
۱۲ کب ۱۴۰۴ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پر انتخاب شوو بزګرانو د ګیلاسو نیالګي ووېشل شول.
دغه نیالګي د میدان وردګو مرکز سربېره د نرخ، چک، دایمیرداد، جلریز، سیدآباد او جغتو ولسوالیو ته انتقال شوي دي. یاده پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تمویلېږي، چې له مخې یې د میدان وردګو ولایت لپاره د ګیلاسو ۱۴ سوداګریز بڼونه منظور شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په هره ولسوالۍ کې به دوه دوه سوداګریز بڼونه جوړ شي، چې هر بڼ به په دوه جریبه ځمکه کې احداث شي. همدارنګه په هره ولسوالی کې دوه تنه هغه بزګران چې مخکې له مخکې د اړوندې ولسوالی د کرنې آمریت سره په همغږۍ د ټاکل شوو شرایطو پر بنسټ پېژندل شوي وو، د دې پروژې لپاره غوره شوي دي.
اوس مهال هر بزګر ته د ګیلاسو ۱۳۳ نیالګي ورکړل شوي، څو یې په ټاکلې دوه جریبه ځمکه کې کښېنوي او د معیاري بڼوالۍ له اصولو سره سم یې روزنه او پالنه وکړي.
چارواکي وایي، د دغې پروژې پلي کېدل به د ګیلاسو تولید زیات کړي، د سیمې بڼوالي ته به وده ورکړي او د بزګرانو په عوایدو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي.
د کرنې سکټور پیاوړتیا، د بڼوالۍ پراختیا او د بزګرانو د عوایدو لوړول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. د همدې موخې لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د مثمرو بڼونو د جوړولو پروژې پلې کېږي، څو هم د مېوو تولید زیات شي او هم د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي.
توزیع نهالهای گیلاس بهمنظور ایجاد باغهای تجارتی در میدان وردک
۱۲ کب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رمضانالمبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک بهمنظور ایجاد باغهای تجارتی گیلاس، در مرکز و شش ولسوالی این ولایت بر شماری از دهقانان انتخابشده نهالهای گیلاس توزیع کرده است.
این نهالها علاوه بر مرکز میدان وردک، به ولسوالیهای نرخ، چک، دایمیرداد، جلریز، سیدآباد و جغتو انتقال داده شدهاند. این پروژه از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمویل میگردد که بر اساس آن، ایجاد ۱۴ باغ تجارتی گیلاس برای ولایت میدان وردک منظور شده است.
بر بنیاد معلومات، در هر ولسوالی دو باغ تجارتی ساخته خواهد شد که هر باغ در مساحت دو جریب زمین احداث میگردد. همچنان در هر ولسوالی دو تن از دهقانان که از قبل با هماهنگی آمریت زراعت مربوطه و بر اساس شرایط تعیینشده شناسایی شده بودند، برای این پروژه انتخاب شدهاند.
در حال حاضر به هر دهقان ۱۳۳ اصله نهال گیلاس توزیع شده تا آن را در زمین تعیینشده دو جریبی غرس نموده و مطابق اصول معیاری باغداری، از آن مراقبت و نگهداری نمایند.
مسئولان میگویند که تطبیق این پروژه باعث افزایش تولید گیلاس، رشد باغداری در منطقه و افزایش قابل ملاحظه در عواید دهقانان خواهد شد.
تقویت سکتور زراعت، انکشاف باغداری و بلندبردن عواید دهقانان از اولویتهای اساسی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری است. به همین منظور، پروژههای ایجاد باغهای مثمر در ولایتهای مختلف تطبیق میگردد تا هم تولید میوه افزایش یابد و هم وضعیت اقتصادی خانوادههای روستایی بهبود پیدا کند.
