د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان» دفتر په چوکاټ کې ۱۲ زره اصله د بادامو نیالګي وسپارل شول.
د یادو نیالګیو له سپارلو وروسته، د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی خان محمد حقمل او ورسره مل پلاوي له نیالګیو څخه لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې ټول نیالګي تازه، سالم او د کېنولو لپاره په ښه حالت کې دي.
د میدان وردګو دکرنې رییس د بادامو نیالګیو پر تراوتازه والي خوښي وښوده او ویې ویل، چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره د نیالګیو د استراحت  مرحله د پای ته رسېدو په حال کې ده او دا مناسب وخت دی څو د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د پلان له مخې، یاد نیالګي به لومړی د مسلکي کارکوونکو له لوري جوړ، شاخه‌بري او د کېنولو لپاره چمتو شي، او وروسته به د خلکو د غوښتنې پر بنسټ په عام‌المنفعه ځایونو کې ووېشل شي.
چارواکي وایي، د دغو نیالګیو وېش به نه یوازې د چاپېریال په سمسورتیا او د سیمې په ښکلا کې مهم رول ولوبوي، بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ګټو او د مېوه لرونکو ونو د ترویج لامل به هم وګرځي.

ریاست زراعت میدان وردک: ۱۲ هزار نهال بادام برای توزیع آماده است
۱۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
در مربوطات مرکز میدان‌شهر ولایت میدان وردک، در ساحه شهرنو، از سوی مؤسسه داکتید در چارچوب دفتر «بی‌دی‌ان»، ۱۲ هزار اصله نهال بادام به ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تسلیم داده شد.
پس از تسلیم‌دهی این نهال‌ها، مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک همراه با هیأت همراه از نهال‌ها دیدن نمود. در جریان این بازدید، مشخص گردید که تمامی نهال‌ها تازه، سالم و در وضعیت مناسب برای غرس قرار دارند.
رئیس زراعت میدان وردک از تازگی و کیفیت نهال‌های بادام ابراز خرسندی کرده و گفت که با نزدیک‌شدن فصل بهار، مرحله استراحت نهال‌ها در حال پایان است و این زمان مناسبی برای غرس آن‌ها با همکاری مردم در مناطق مختلف می‌باشد.
بر اساس پلان ریاست زراعت، این نهال‌ها نخست توسط کارمندان مسلکی آماده‌سازی، شاخه‌بری و برای غرس مهیا می‌شوند و سپس مطابق تقاضای مردم در ساحات عام‌المنفعه توزیع خواهند شد.
مسوولان می‌گویند که توزیع این نهال‌ها افزون بر سرسبزی محیط زیست و زیبایی منطقه، در درازمدت سبب ایجاد منافع اقتصادی و ترویج درختان میوه‌دار نیز خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت