پکتیا کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۳
پکتیا کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام د ترتیب شوي پلان له مخې او  پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي په لارښوونه، د بوټو ساتنې لوی مدیریت د کارکوونکو له لوري په ښوونیز او عملي ډول په مرکزګردیز، زرمت، روحانی بابا، میرزکه، احمدابا، او سیدکرم ولسوالیو کې تطبیقېږي.
ویل شوي چې دغه پروګرام عملاً د ۱۴۰۴ هـ ل کال د کب میاشتې په ۷مه نېټه د مرکزګردیز څخه پیل شوی او د کب تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دې پروګرام د تطبیق موخه د نباتي ناروغیو او افتونو کمول او کنټرول دي، په ځانګړې توګه د انګورو، مڼو او ناکو په ونو کې د فنجي (قارچي) ناروغیو مخنیوی، تر دې مخکې چې ونې پاڼې وکړي او شنې شي.
مسؤولین وایي، چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره به زرګونه تاکونه او ونې تر وقایې لاندې راشي، او هم مهاله به یو شمېر باغدارانو ته عملي روزنه هم ورکړل شي، څو هغوی وکولای شي په راتلونکي کې له نباتي افتونو او ناروغیو سره په اغېزمنه توګه مبارزه وکړي.


آغاز برنامه وقایوی لایم سلفر در ولایت پکتیا
۱۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا می‌گویند که برنامه وقایوی لایم سلفر در این ولایت آغاز شده است.
این برنامه بر اساس پلان ترتیب‌شده و به هدایت مولوی سید امین هاشمی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، از سوی کارمندان مدیریت عمومی حفاظت نباتات به‌گونه آموزشی و عملی در ولسوالی‌های مرکز گردیز، زرمت، روحانی بابا، میرزکه، احمدآبا و سیدکرم تطبیق می‌گردد.
گفته شده است که این برنامه عملاً از تاریخ ۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش از مرکز گردیز آغاز شده و تا تاریخ ۱۷ حوت ادامه خواهد داشت.
هدف از تطبیق این برنامه، کاهش و کنترول امراض و آفات نباتی، به‌ویژه جلوگیری از بیماری‌های قارچی در تاک‌های انگور و درختان سیب و ناک، پیش از آن است که درختان برگ داده و سبز شوند.
مسوولان می‌افزایند که با تطبیق این برنامه، شمار زیادی از تاک‌ها و درختان تحت پوشش وقایه قرار گرفته و همچنان برای تعدادی از باغداران آموزش‌های عملی ارائه می‌شود تا آنان بتوانند در آینده به‌گونه مؤثر با آفات و امراض نباتی مبارزه نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت