د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۵ کب ۱۴۰۴ه.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت د نېش ولسوالی د میانکو په سیمه کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم د بشپړې رغونې او تخنیکي څارنې وروسته د کاري پلاوي په حضور کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وویل، د یاد چکډېم پرچاوه ۳۰ متره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې د درې میاشتو په موده کې په معیاري ډول بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې اساسي موخې د اوبو خوندي او اغېزمن لېږد، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول، د موسمي اوبو زېرمه کول، د سېلابونو مخنیوی، د کاریزونو او اوبولګولو د سرچینو پیاوړتیا، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مبارزې ښه مدیریت او د سیمې د بزګرانو او مالدارانو لپاره د کرنیزو ځمکو او مالدارۍ د اوبو برابرول دي.
په دې وروستیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د باراني اوبو د مهار، ساتنې او په لېرې پرتو سیمو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره د چکډېمونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه زیاته کړې ده، چې په همدې ترڅ کې هڅه کېږي، چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د باراني اوبه مهار او وساتل شي، څو بزګران او مالداران وکولای شي په راتلونکي کې ترې اغېزمنه او دوامداره ګټه واخلي.
کندهار ولایت د وچ اقلیم له امله هر کال د اوبو له کمښت او موسمي سېلابونو سره مخ وي، چې له امله یې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټیټېږي، کرنیزې ځمکې له وچکالۍ سره مخامخ کېږي او مالداران د څښاک او څارويو د اوبو له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. د باراني اوبو د نه مهار کېدو له کبله ډېری موسمي اوبه بېګټې ضایع کېږي او آن ځینې وختونه د سېلابونو په بڼه زیانونه هم اړوي. په همدې موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کوچنیو او منځنیو اوبو مهارولو پروژو پلي کول چټک شوي، څو د باراني او موسمي اوبو د زېرمه کولو له لارې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه، د کاریزونو او چینو اوبه پیاوړې او کرنیز سکتور ته دوامداره اسانتیاوې برابرې شي. چکډېمونه د اوبو د مدیریت یو اغېزمن او ارزانه میتود بلل کېږي، چې هم د سېلابونو مخنیوی کوي او هم د وچکالۍ پر مهال د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کوي.
د یادو هڅو په لړ کې د نېش ولسوالی په میانکو سیمه او د کندهار ولایت په نورو ولسوالیو کې د چکډېمونو جوړول د اوبو د مهارولو، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو او د سیمې د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې تمه ده په راتلونکو کلونو کې به یې مثبتې پایلې لا څرګندې شي.
چکدم به ارزش ۲.۹ میلیون افغانی در ولسوالی نېش ولایت کندهار به بهرهبرداری سپرده شد
۵ کب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رمضانالمبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و نظارت مستقیم آمریت منابع طبیعی، یک باب چکدم به ارزش ۲.۹ میلیون افغانی در ساحه میانکو ولسوالی نېش ولایت کندهار، پس از تکمیل کارهای ساختمانی و نظارت تخنیکی، در حضور هیأت کاری رسماً به بهرهبرداری سپرده شد.
انجنیر نورمحمد همکار، مسئول آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار، گفت: طول تاج این چکدم ۳۰ متر بوده و کارهای ساختمانی آن در مدت سه ماه بهگونه معیاری تکمیل گردیده است.
به گفته وی، اهداف اساسی این پروژه شامل انتقال مصئون و مؤثر آب، بلند بردن سطح آبهای زیرزمینی، ذخیره آبهای موسمی، جلوگیری از سیلابها، تقویت کاریزها و منابع آبیاری، مدیریت بهتر اثرات تغییرات اقلیمی و فراهمسازی آب مورد نیاز زمینهای زراعتی و مالداری برای دهقانان و مالداران میباشد.
در این اواخر، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توجه خاصی به مهار و ذخیره آبهای بارانی و اعمار چکدمها در مناطق دوردست معطوف داشته است. در همین راستا، تلاش میشود تا در تمامی ولسوالیهای ولایت کندهار آبهای بارانی مهار و حفظ گردد، تا دهقانان و مالداران بتوانند در آینده از آن بهگونه مؤثر و پایدار استفاده نمایند.
ولایت کندهار به دلیل اقلیم خشک، همهساله با کمبود آب و سیلابهای موسمی مواجه است که در نتیجه آن سطح آبهای زیرزمینی کاهش یافته، زمینهای زراعتی با خشکسالی روبهرو میگردد و مالداران با مشکلات آب آشامیدنی و آب برای مواشی مواجه میشوند. همچنان، به دلیل عدم مهار آبهای بارانی، مقدار زیادی از این آبها بیاستفاده ضایع شده و گاهی به شکل سیلابها خسارات نیز وارد میکند.
به همین منظور، تطبیق پروژههای کوچک و متوسط مهار آب از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تسریع گردیده است تا از طریق ذخیره آبهای بارانی و موسمی، سطح آبهای زیرزمینی بلند رفته، آب کاریزها و چشمهها تقویت شده و سهولتهای پایدار برای سکتور زراعت فراهم گردد. چکدمها به عنوان یک روش مؤثر و کمهزینه مدیریت آب شناخته میشوند که هم از سیلابها جلوگیری کرده و هم در زمان خشکسالی از دهقانان و مالداران حمایت مینمایند.
در ادامه این تلاشها، اعمار چکدمها در ساحه میانکو ولسوالی نېش و سایر ولسوالیهای ولایت کندهار، گامی مهم در راستای مهار آب، کاهش اثرات منفی تغییرات اقلیمی و بهبود وضعیت اقتصادی منطقه محسوب میشود و انتظار میرود در سالهای آینده نتایج مثبت آن بیشتر نمایان گردد.
