د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲ جریبه ځمکه د نږدې یو میلیون نیالګیو د تولید پا پار قوریه جوړه شوه، چې موخه یې د راتلونکي کلونو لپاره د نیالګیو تولید او پراختیا ده.
په یاده قوریه کې ۱۶.۸ کیلو ګرامه د لوړ کیفیت لرونکي تخمونه کرل شوي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ یې چاري ترسره شوي دي. مسؤلین یې تمه لري، چې د څو کلونو په اوږدو کې به دا تخمونه د کندهار ترڅنګ، نورو ګمرسیرو ولایتونو ته هم د تولید او پراختیا لپاره د اصولي مراحلو وروسته ولېږدل شي.
قوریه د نیالګیو د کرنې، پراختیا او تکثر لپاره کارول کېږي، چې په لومړي پړاو کې تخم یا قلمي په منظمه توګه په معیاري کڅوړو یا ترتیب شویو ځمکو کې ایښودل کېږي، او د دوو کلنو وروسته یادې قلمي د میوې، حاصلاتو او یا هم سیمي سمسورتیا لپاره نورو ځمکو ته انتقالېږي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نیالګیو روزنې ته وده ورکول، ونو تولید زیاتول، او د کندهار ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته د نیالګیو پراختیا ده، ترڅو په هېواد دننه د بیلابېلو سیمو کرنه زیاته سي او نوي نباتات عام شي.
د یادونې وړ ده، چې درې ورځي وړاندې هم د کندهار پنجوایي ولسوالۍ نوروزي څېړنیز فارم کې د ۱۲۶ زره میوه لرونکي او بې مېوې ونو لپاره قوریه جوړه شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت