د کندز ولایت بزګرانو ته د سبو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو وېش

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۱
توزیع تخم‌های سبزیجات، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی برای دهقانان ولایت کندز

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا او د بزګرو کورنیو د معیشت د ښه والي په موخه، د کندز ولایت ۴۵۰ تنو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او اړین کرنیز توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د کندز دکرنې ریاست په همغږۍ د ډاکار دفر له خوا پر مستحقو بزګرانو وېشل شوي دي.
د وېش دغه بهیر دکندز ولایت د چهاردرې، قلعه ذال ولسوالیو او د مرکز کندز په مرکز کې په شفاف او منظم ډول تطبیق شو، او مستحق بزګران د مخکېنۍ پېژندنې له لارې له یادو مرستو څخه برخمن شول.
د دې پروګرام موخه د سبو د حاصلاتو زیاتوالی، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو او معیاري کیمیاوي سرو کارولو ته هڅونه، او د هغوی د تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د وېش له بهیر څخه د نظارت تر څنګ، د وېشل شوو توکو د سم او پر وخت کارولو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا یې د کرینزو ځان‌بسیاینې او د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې په لور یو اغېزمن ګام وباله.
د یادونې وړ ده، چې بزګرانو د دفتر ډآکار له همکاریو او د کندز ولایت د کرنې، آبیارۍ او مالدارۍ ریاست له دوامدارو ملاتړونو څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د ورته حمایوي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ کې ۹۰۰ مېرمنو ته د کورنیو باغچو د جوړولو په‌پار کرنیز توکي ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د «اکشن اېډ» دفتر په همکارۍ، د نهرشاهي ولسوالی او مزارشریف ښار په کچه ۹۰۰ مېرمنو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

بازگشت