غزني کې له کډوالۍ راستنوشویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پای ته ورسېد

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۱۰
غزني کې له کډوالۍ راستنوشویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پای ته ورسېد

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت په کچه له کډوالۍ راستنوشویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول پای ته ورسېد. دغه مرستې چې د اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه برابرې شوې وې، د یوې منظمې او شفافې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته وسپارل شوې.
د مرستو د وېش په وروستیو مراسمو کې دغزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، د صنعت او سوداګرۍ رییس او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو ګډون درلود.
د چارواکو په وینا، دغه مرسته د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وه، چې په دې وروستیو کې ولایت ته راستنې شوې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هرې مستحقې کورنۍ ته ټاکلې اندازه غنم او نغدي مرسته ورکړل شوه څو د ژمي په دې سړو ورځو کې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره شي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د یاد بهیر د پای مراسمو پر مهال وویل، هڅه شوې چې مرستې په بشپړ شفافیت او عدالت سره ووېشل شي، څو حق حقدار ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه چې اړمنو او راستنېدونکو کورنیو ته خدمت کول د اسلامي او انساني مسؤلیت برخه ده.
ګډونوالو ولایتي مسؤلینو د یاد اقدام هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د بېوزلو او راستنېدونکو کورنیو ملاتړ به دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې غزني ولایت ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی او اړوند ادارې هڅه کوي د هغوی د مېشتېدنې، خوراکي توکو او اقتصادي ملاتړ لپاره لازم ګامونه پورته کړي.


روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی به خانواده‌های بازگشته از مهاجرت در غزنی پایان یافت
۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ شعبان‌المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
در سطح ولایت غزنی، روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی به خانواده‌های بازگشته از مهاجرت به‌گونه رسمی به پایان رسید. این کمک‌ها که به هدف حمایت از خانواده‌های نیازمند فراهم شده بود، از طریق یک روند منظم و شفاف به مستحقان سپرده شد.
در مراسم پایانی توزیع این کمک‌ها، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی مولوی محمد اسماعیل شکیب، رئیس امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، رئیس صنعت و تجارت و شماری دیگر از مسئولان ولایتی حضور داشتند.
به گفته مسئولان، این کمک‌ها ویژه خانواده‌هایی بود که به‌تازگی به ولایت بازگشته و با مشکلات اقتصادی روبه‌رو هستند. به هر خانواده مستحق مقدار معینی گندم و کمک نقدی داده شد تا در این روزهای سرد زمستان، بخشی از نیازهای اساسی آنان تأمین گردد.
مولوی محمد اسماعیل شکیب، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری غزنی، در مراسم پایانی این روند گفت که تلاش شده است کمک‌ها با شفافیت کامل و بر اساس عدالت توزیع شود تا حق به حق‌دار برسد. وی افزود که خدمت به خانواده‌های نیازمند و عودت‌کننده، بخشی از مسئولیت اسلامی و انسانی به شمار می‌رود.
مسئولان ولایتی شرکت‌کننده در این مراسم از این اقدام استقبال کرده و اطمینان دادند که حمایت از خانواده‌های فقیر و بازگشته ادامه خواهد یافت.
قابل یادآوری است که در این اواخر شمار مهاجران بازگشته به ولایت غزنی افزایش یافته و نهادهای مربوط تلاش دارند برای اسکان، تأمین مواد خوراکی و حمایت اقتصادی آنان، اقدامات لازم را روی دست گیرند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت له مجاهدینو او سیمه‌ییزو مخورو سره وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري دخپل کار په دفتر کې د تخار ولایت له یو شمېر مجاهدینو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۱
Background image

نورستان کې له کډوالۍ راستنو شويو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په نورستان ولایت کې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۳
Background image

پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مرستو په لړ کې، له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو.
یادې. . .

بازگشت