د کرنې وزارت چارواکو د ننګرهار د هسکه مېنې ولسوالی د اوبولګولو له پروژو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۳۸
د کرنې وزارت چارواکو د ننګرهار د هسکه مېنې ولسوالی د اوبولګولو له پروژو څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د نظارت او ارزونې رییس له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار ولایت د هسکه مېنې ولسوالی په صفري نقطه، د ګورګورې په سیمه کې د اوبو لګولو کانال، د اوبو زېرمه او چکډېم له پروژو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ۴۱۲ مترو په اوږدوالي کانال، د ۳۷۵ متره مکعب ظرفیت لرونکې د اوبو زېرمه او د ۷۵ متره مکعب ظرفیت لرونکی چکډېم وارزول شول. یاده پروژه د ۵۰۰ اصله چهارمغزو نیالګیو د خړوبولو په موخه پلې شوې او د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د «ډي‌ارسي» کمېټې له خوا تمویل شوې ده.
مسوولینو د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې یاده پروژه بشپړه شوې او شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو لګولو زمینه برابروي. د هغوی په وینا، د دغو تاسیساتو په ګټې اخیستنې سره د زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې له ویجاړېدو مخنیوی شوی او په سیمه کې د اوبو د سرچینو مدیریت ښه شوی دی.
همداراز ټینګار وشو چې د دې پروژې پلي کېدل به د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي لامل شي او د هغوی اضافي تولیدات به کورنیو بازارونو ته وړاندې شي، چې په پایله کې به یې کورنیو محصولاتو ته د سیمې د خلکو لاسرسی زیات شي.
هسکه مېنه ولسوالی د ننګرهار ولایت له مهمو کرنیزو سیمو څخه شمېرل کېږي، چې د اوبو د کمښت له امله یې بزګران له جدي ستونزو سره مخ وو. په دې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو پلي کول د کرنې سکتور د پیاوړتیا او د کلیوالو د معیشت د ښه والي لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو یوه برخه بلل شوې ده.


بازدید مسوولان  وزارت زراعت از پروژه‌های آبیاری در ولسوالی دی‌بالاننگرهار
مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها و  رییس نظارت و ارزیابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراه با هیأت همراه شان از پروژه‌های کانال آبیاری، ذخیره آب و چکدم در نقطه صفری ولسوالی ‌دی بالا ، منطقه گورگوری ولایت ننگرهار بازدید کردند.
در این بازدید، کانالی به طول ۴۱۲ متر، ذخیره آب به ظرفیت ۳۷۵ متر مکعب و چکدم به ظرفیت ۷۵ متر مکعب آب مورد ارزیابی قرار گرفت. این پروژه به هدف آبیاری ۵۰۰ اصله نهال چارمغز اجرا شده و توسط مؤسسه DRC با کمک مالی اتحادیه اروپا تمویل گردیده است.
مسوولان در جریان این بازدید اعلام کردند که پروژه یادشده تکمیل شده و زمینه آبیاری حدود یک‌هزار جریب زمین زراعتی را فراهم می‌سازد. به گفته آنان، با بهره‌برداری از این تأسیسات، از تخریب هزاران جریب زمین زراعتی جلوگیری شده و مدیریت منابع آب در منطقه بهبود یافته است.
همچنین تأکید شد که اجرای این پروژه باعث افزایش حاصلات زراعتی و عواید دهقانان خواهد شد و تولیدات مازاد آنان به مارکیت‌های داخلی عرضه می‌گردد که در نتیجه، دسترسی مردم محل به محصولات داخلی افزایش می‌یابد.
ولسوالی دی‌بالا از مناطق زراعتی ولایت ننگرهار به شمار می‌رود که به دلیل کمبود منابع آبی، دهقانان آن با چالش‌های جدی مواجه بودند. اجرای پروژه‌های مدیریت آب در این ولسوالی بخشی از برنامه‌های حمایتی برای تقویت سکتور زراعت و بهبود معیشت روستاییان عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار کې د درملو او کیمیاوي سرو پلورنکو ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار حیواني، نباتي درملو او کیمیاوي سرو ټولنې چارواکو د خپلو ستونزو حل په موخه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۲۵ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۲۵ سره مېښو د. . .

بازگشت