د کندهار غورک ولسوالی کې د چکډېم د ودانیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۸
د کندهار غورک ولسوالی کې د چکډېم د ودانیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ د پیرقدم په چهارپایو سیمه کې د یوه چکډېم د ودانیزو چارو ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د یاد چکډېم د ودانیزو چارو د کیفیت د ښه والي، د چارو د سم تطبیق او نږدې ارزونې په موخه، دکندهار دکرنې ریاست د انجنیرانو له لوري څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو ودانیزې چارې په لوړ معیار ترسره او پروژه د ټاکل شویو تخنیکي اصولو سره سم بشپړه شي، څو وروسته ترې د سیمې اوسېدونکي اغېزمنه ګټه واخلي.
د کندهار دکرنې ریاست انجنیر نورمحمد همکار وویل، چې له یادې پروژې څخه په دوامداره توګه جدي څارنه کېږي او د چکډېم روانې ودانیزې چارې له نږدې ارزول کېږي. د هغه په وینا، یاده پروژه د باراني اوبو د مهارولو په موخه پیل شوې، ترڅو د سیمې کرنیزې ځمکې اوبو ته لاسرسی پیدا کړي، د ځمکو زرغونتیا بېرته را ژوندۍ شي او د اوبو سطحه لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کندهار ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د چکډېمونو ودانیزې چارې پیل شوې دي، چې وخت پر وخت یې تخنیکي څارنه روانه ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت