د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۹
د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ددې ولایت د خاص روزګان په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي او د حرکت مؤسسې تر چتر لاندې، ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته د چیلي نسل دوه شېدو ورکوونکې وزې له دوو بچیو سره یوځای ووېشل شوه. همدارنګه د مواشیو د ساتنې او تغذیې د ملاتړ په موخه، هرې کورنۍ ته د څارویو خوراکي توکي او د مالدارۍ آخورونه هم ورکړل شول.
د یادو مرستو د وېش لړۍ د حرکت مؤسسې له لوري د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د یاد ریاست د مسؤلو کارکوونکو او د اړوند دفتر د استازو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د دې پروګرام د تطبیق موخه د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه‌والی، د مالدارۍ پیاوړتیا، د لبنیاتو د تولید زیاتوالی او د کورنیو په کچه د نسبي ځان‌بسیاینې رامنځته کول دي. د دې ډول پروژو تطبیق د فقر د کمولو او د دوامدارو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت