د ننګرهار دکرنې رییس د سوداګرۍ او کرنې خونې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۳
د ننګرهار دکرنې رییس د سوداګرۍ او کرنې خونې له چارواکو سره وکتل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د سوداګرۍ او کرنې خونې چاراکو د ننګرهار د کرنې رییس سره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په موخه وکتل.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په استازولۍ ملي سوداګر حاجي ګل مراد عرب او د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس حاجي اجمل رحماني د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده ته د ننګرهار کرنې رییس په توګه د بیا ځل ټاکل کېدو مبارکۍ ترڅنګ د خصوصي سکتور دپیاوړتیا په موخه وکتل.
ښاغلي ګل مراد عرب د سوداګرو ستونزې، غوښتني، وړاندیزونه دکرنې رییس سره شریک کړل.نوموړې وویل کوښښ کوي د سوداګرو دستونزو حل لپاره یوه مناسبه کړنلاره د نظام د اصولو مطابق جوړ کړي او پانګوالو د جذب لپاره زمینه برابره کړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار اخندزاده راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګوالو ستونزو حل او پانګونې دجذب لپاره د اصولو مطابق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت