جلال‌اباد ښار کې ۹۷۷ بزګرانو او کډوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې مرستې وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
جلال‌اباد ښار کې ۹۷۷ بزګرانو او کډوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې مرستې وېشل کېږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ (امید) مؤسسې له لوري به د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۹۷۷ بزګرانو او راستنو شویو کډوالو سره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
د یادې مؤسسې ولایتي مسؤل بخت‌الله صافي د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ناسته کې وویل، چې دغه مرستې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب د ښه‌والي په موخه، هغو هېوادوالو ته ورکول کېږي چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي او یا هم د مرستو شرایط لري.
د هغه په وینا، پر ۲۷۷ کورنیو به د حفظ‌الصحې کڅوړې، کورني باغچې، نسلي وزې او کورني چرګان ووېشل شي، او ۷۰۰ نورو کسانو ته به د کرنې، مالدارۍ او اړوندو برخو کې بېلابېلې مسلکي روزنې ورکړل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د پروژو د شفاف تطبیق او د مستحقو کسانو د عادلانه انتخاب پر اړتیا ټینګار وکړ او د مؤسسې مسؤلینو ته یې د قانوني چوکاټ په دننه کې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت