ننګرهار کې د معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
ننګرهار کې د معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ځمکه د یو معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو په موخه د هوکړه لاسلیک شوه.

یاده هوکړه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د اجرائیوي رییس سېد محمد نعیم محمدي او د غوښو او لبنیاتو د امارتي مسلخ شرکت د رییس قاري رحمت‌الله عباس ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د لاسلیک شوې تفاهم نامې له مخې به دغه مسلخ د هډې فارم آمریت اړوند په دویم بلاک کې، پر ۱۸مې نمرې غیر کرنیزې لوړې ځمکې، د ۲۸ جریبه پراخې ساحې په درلودلو سره جوړ شي. مسوولین وایي، دا مسلخ به د عصري تخنیکونو او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ جوړېږي او د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا به ولري.

د معلوماتو له مخې، په یاد مسلخ کې به روغ څاروي د مسلکي ډاکترانو تر مستقیم نظارت لاندې ذبحه کېږي او هېوادوالو ته به د شرعي اصولو، بشپړ نظم، روغتیايي معیارونو او عصري میتودونو په بشپړ رعایت سره خدمات وړاندې کېږي.

مسوولینو زیاته کړه، د دغه مسلخ په جوړېدو سره به د غوښو کیفیت ښه شي، عامه روغتیا به پیاوړې شي او د کرنیز سکتور ترڅنګ به د ملي اقتصاد د ودې لپاره هم مهم او اغېزناک ګام واخیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هوکړې د لاسلیک پر مهال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مالي او اداري چارو رییس محمد اجان راشد، د سوداګرۍ او بازار موندنې رییس مولوي نعمت‌الله سالک، د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجنیر حکمت‌الله معروف، د ځمکو د قراردادونو مدیر ذاکرالله شیرزاد او یو شمېر نور مسوولین هم حاضر وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت