کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د یاد ریاست له رییس مولوي محمد سرور صادق سره وکتل.

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د نظارت او ارزونې ریاست رییس امان الله شاهي، د پلان او برنامو لوی ریاست استازو او همدارنګه د کونړ د کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي کارمندانو، آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.

د کونړ د کرنې ریاست رییس مولوي محمد سرور صادق راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپله خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه، چې کونړ ولایت ته یې تشریف راوړی دی.

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس وویل، چې د دې سفر اساسي موخې د غیر دولتي ادارو مؤسسو او پراختیایي بودجې له لارې د ټولو  تطبیق کېدونکو پراختیایي کرنیزو پروژو له نږدې څخه کتنه، نظارت، د شته ستونزو ارزونه او د پروژو د کیفیت او شفافیت ډاډ ترلاسه کول دي.

د ناستې په جریان کې د کونړ د کرنې ریاست اړونده برخو تخنیکي برنامو آمرینو د یاد ریاست تر چتر لاندې د ټولو جاري پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل. یادې پروژې چې د پراختیایي پروژو او موسسو له لارې تطبیقېږي، په اړه یې لازم وضاحت او ډاډ ورکړل شو.

همدارنګه د کونړ د کرنې ریاست رهبری له لوري د یاد پلاوي څخه د موسساتو په کاري سیمو کې یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول، چې د راغلي پلاوي له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت