د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د پېژندنې په غونډه کې د نورستان د کرنې ریاست آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی و. مرستیال والي د بدلون او تبدیلي اصل ته په اشارې سره، د پخواني رییس د خدمتونو ستاینه وکړه او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې د پروګرامونو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د ولایتي ادارې له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ او د نورستان د قدرتي سرچینو، ځنګلونو، څړځایونو او اوبو د ساتنې پر ارزښت یې خبرې وکړې.

ورپسې، د نورستان ولایت د کرنې نوی ټاکل شوی رییس مولوي محمد ولي محسن د سپارل شوې دندې په ترسره کولو کې د نه ستړې کېدونکو هڅو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د نورستان د قدرتي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او اغېزمنې استفادې لپاره به منظم پلانونه عملي کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت