د کندهار کوهکران څېړنیز فارم د بڼ مېوو ښه روزني په پار هڅې

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۳۹
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم د بڼ مېوو ښه روزني په پار هڅې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د یاد فارم د انارو بڼ ښه روزني لپاره د کیمیاوي سرې د علاوه کولو چارې پیل شوي دي.

د کوهکران څېړنیز فارم انجنیر محمدعارف عرفان وایي، چې دا مهال د انارو په ملي کلکسیون کې د هرې ونې لپاره ۵۰۰ ګرامه توره سره د ژمي موسم په راتګ سره ورکول کېږي، چې موخه یې د ونو د ودې ښه‌والی، د خاورې نرمول او د حاصلاتو کیفیت لوړول دي. د نوموړي په وینا، یادې چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي.

همدارنګه د یاد فارم د بڼوالۍ برخې مسؤل، عبدالقدوس بارکزی وایي، چې د سرې له علاوه کولو مخکې د فارم د ټولو ونو ښاخبرۍ ترسره شوې ده او دا مهال یې دویمه مرحله د راتلونکي کال لپاره د مېوې زیاتوالي او د کیفیت د ښه‌والي په موخه پیل شوې ده.

بلخوا د تیلي او صنعتي نباتاتو مسؤل انجنیر نصیب‌الله آغا د کوهکران څېړنیز فارم روانې چارې تر بل هر وخت غوره بولي او وایي، چې د نوې رهبرۍ تر راتګ وروسته د فارم فعالیتونه پر وخت او په ښه مدیریت سره تنظیم شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې پنځه څېړنیز او روزنیز فارمونه موجود دي؛ چې له ډلې یې په کوهکران څېړنیز فارمونو کې پر بېلابېلو میوو، سبو او نوروزي څېړنیز فارم کې پر صنعتي، تیلي او اګرونومیکو نباتاتو څیړنې رواني دي او د ژړۍ په ترویجي فارم کې بیا بېلابېل نیالګي روزل کېږي. دا مهال د یادو ټولو فارمونو چارې په اغېزمن، منظم او پر وخت ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت