د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د بیا احیا لپاره د زهکشۍ کانال د پاک‌کارۍ پروژې پرانیسته

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۵۸
د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د بیا احیا لپاره د زهکشۍ کانال د پاک‌کارۍ پروژې پرانیسته

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالی کې د کرنیزو ځمکو د بیا احیا په موخه د کانال او زهکشۍ «اوبوایستلو» د پاک‌کارۍ پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د اصلاح او زهکشۍ ریاست له لوري، د کرنې وزارت د پراختیایي بودجې څخه د څه باندې دوه میلیونه او ۴۳ زره افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

یاده پروژه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د میان‌وردي په کلي کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استازي، د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، د سنګین ولسوالی د استازي او یو شمېر سیمه‌ییزو مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

دغه پروژه د کرنیزو ځمکو د بیا احیا او اصلاح او همدارنګه د میان‌وردي کلي په کرنیزو سیمو کې د اوبو د مدیریت د ښه‌والي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې څخه د دوه میلیونه او ۴۳ زره او ۷۸۵ افغانیو په لګښت او د همت دراني ودانیز شرکت سره د قرارداد له مخې پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت