ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د ناروغيو مخنيوي په موخه روزنه ورکړه.
دوی ته د اوبو لګولو، سرې کارونې، ښاخ‌برۍ د هرزه وښو کنترول، نرمکارۍ، کورني درملو جوړولو، د ژمني تېلو او د ناروغيو پر مهال د کيمياوي درملو استعمال په اړه لارښوونې وشوې.
همدارنګه  د مېوو ټولولو، درجه بندۍ، بازار موندنې او نورو اړونده برخو کې معلومات شريک شول، ترڅو بزګران په ځان بسيا او اقتصاد يې پياوړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت