خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل«ادرک» د محلي ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې.
د یاد فعالیت اساسي موخه دا ده، چې د سیمې له اقلیمي شرایطو سره سم مناسبې، حاصل‌ورې او د کرنې له پلوه اغېزمنې ورایټۍ وازمویل شي، څو د حاصلاتو کچه لوړه او د تولید کیفیت ښه شي.
دغه ازمایښتي کښت به د زنجبیل نبات د ودې، حاصل‌ورکولو، د اقلیم سره د تطابق او اقتصادي ارزښت له پلوه په دوامداره ډول تر څارنې لاندې ونیول شي. د څېړنو پایلې به د راتلونکو کرنیزو پریکړو لپاره د باور وړ بنسټ برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې څېړنې له پایلو سره سم به په راتلونکي کې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې متنوع، باکیفیته او اقتصادي بدیلونه ور وپېژندل شي، چې دا به د کرنې پراختیا، د بزګرانو د عوایدو لوړولو او د بدیلو نقدي کښتونو د ترویج لامل وګرځي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت