لغمان کې په بڼونو د لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو؛ بڼونه د آفتونو پر وړاندې وقایه کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۷
لغمان کې په بڼونو د لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو؛ بڼونه د آفتونو پر وړاندې وقایه کېږي

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د بوټو ساتنې لوی مدیریت د خپل عملیاتي پلان له مخې د لایم سلفر د استعمال کمپاین د مرکز مهترلام څخه رسماً پیل کړ. د یاد کمپاین موخه د بڼونو د ناروغیو او آفتونو د خپرېدو کچه راټیټول او بڼوالو ته عملي او نظري روزنه ورکول دي.
یاد کمپاین د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د بوټو ساتنې لوی مدیریت د مسلکي کارکوونکو او د بوټو ساتنې عمومي مدیر محب‌الله زاهدي له لوري پیل شو.
دغه پروګرام به ۱۰ ورځې دوام وکړي او د مرکز مهترلام په بڼونو کې به عملي شي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۲۰ زره مېوه‌دارې ونې د ناروغیو او آفتونو پر وړاندې وقایه شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه وقایوي کمپاین هر کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د دې لپاره ترسره کېږي، تر څو د هغو آفتونو او ناروغیو مخه ونیول شي، چې د بڼونو د حاصلاتو د کمېدو لامل ګرځي. همدارنګه، بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ورښودل کېږي.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «د دغو پروګرامونو په تطبیق سره نه یوازې ناروغۍ او آفتونه تر کنټرول لاندې راځي، بلکې بڼوال به د پخوا په پرتله لوړ او باکیفیته حاصل هم ترلاسه کړي.»
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ناروغیو او آفتونو د مخنیوي په موخه د ژمني تیلو او یوریا د سپرې وقایوي پروګرامونه تطبیق شوي وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت