هېواد ته راستنو شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۳۰
55545

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د بغلان په ولایت کې پرانیستل شو. ټاکل شوې، چې دغه بهیر به د هېواد په کچه پلي شي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دې بهیر د عملي پیل او څارنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ او د پلخمري ښار په سیلو کې یې د بېرته راستنو شوو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د بېرته راستنو شوو کډوالو په غونډه کې وویل، چې د افغانانو کډوالي د څو لسیزو جګړو، فشارونو او ناامنۍ پایله ده او ډېری هېوادوال د دین، عزت او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. هغه ټینګار وکړ چې هر بېرته راستن شوی افغان د درناوي، ملاتړ او پاملرنې وړ دی.
مولوي عطاءالله عمري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یو ملي او شرعي مسؤلیت بولي او همدې موخې ته په کتو یې وزارتونو او اړوندو ادارو ته ځانګړې دندې سپارلې دي، څو د کډوالو د باعزته راستنېدو او اساسي خدمتونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شي. د هغه په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې مسؤلیت په چوکاټ کې له خپلو شته زېرمو څخه د اړتیا وړ کورنیو ته خوراکي غنم او نغدي مرستې وېشي.
د کرنې وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې دا مرستې یوازې په یوه ولایت پورې محدودې نه دي، بلکې د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر به ورو ورو د نورو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې هم عملي شي، څو لا زیاتې کورنۍ ترې ګټه واخلي. هغه ډاډ ورکړ چې که اړتیا وي او امکانات برابر وي، په راتلونکي کې به نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.
د دې ناستې په دوام کې، د بغلان ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني د کرنې وزیر او مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دې بهیر پیل یې د بېرته راستنو شوو کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله. هغه د دولتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو کره پېژندنه او د مرستو شفاف وېش کولی شي د بېرته راستنو شوو کډوالو د ژوند پر وضعیت مثبت او دوامدار اغېز ولري.
د چارواکو په وینا، د دې بهیر له پرانیستې سره به په بغلان ولایت کې ۲ زره او ۲۰۰ بېرته راستنو شوو کډوالو ته د هر بېرته راستن شوي کس لپاره پنځه ۵۰ ‌کیلوګرامه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
په همدې حال کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هغه هدایت په اړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره صادر شوی، خبرې وکړې او ویې ویل، چې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته په ډېرې شفقت هرکلی ویلی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي. هغه زیاته کړه، چې د دې غنمو او نغدي پیسو وېش هم د همدغو مرستو دوام دی او دا مرستې به د ټول هېواد مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څه موده وړاندې په کندهار کې د کډوالو د ستونزو د رسېدنې د عالي کمېسیون له مشرتابه او غړو سره په جلا لیدنه کې لارښوونه کړې وه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه دې د جبري ایستل شوو کورنیو لپاره خوراکي غنم او نغدي مرستې ووېشل شي؛ هغه لارښوونه چې د بغلان ولایت کې د دې بهیر په پیل سره عملاً د تطبیق مرحلې ته داخل شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت