ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١ زره او ٨٦  افغانیو مالي لګښت د ننګرهار په دري ولسوالیو کې دکمېټو ٣٢٤ تنو ته د ګواښ څخه د ژغورنې په موخه اړین وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په اچین، سپین غر او هسکه مېنه ولسوالیو کې د قدرتي پېښو پر وخت د  او لومړنیو طبي وسایلو او ځان ژغورنې مرستو کڅوړې ورکړل شوي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې په یادو کڅوړو کې د لومړنیو طبي عاجلو مرستو کڅوړه، د ژغورنې کڅوړه چې بطرۍ، بېلچه، کراچۍ، موزي، لاسي ګروپ، کولنګ، آره،څټک، لوډسپیکر، لوډسپیکر ماشین، مایکروفون او نور اړین وسایل د ولسونو خبرتیاوو په موخه ورکړل شول.
د چاراکو په خبره وویل په یادو ولسوالیو کې د هغو سیمو خلکو ته یاد توکي ورکړل شول، چې د قدرتي پیښو د ګواښونو سره لاس او ګریوان دي.


توزیع وسایل نجات به ارزش بیش از ۱٫۸ میلیون افغانی در ننگرهار
۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با همکاری تخنیکی اداره مهاجرت دنمارک «دانچر رفوجی کونسل» و حمایت مالی اتحادیه اروپا و کشور سویس، وسایل نجات به ارزش یک میلیون و ۸۵۱ هزار و ۸۶ افغانی به‌منظور کاهش خطرات ناشی از حوادث طبیعی در سه ولسوالی این ولایت توزیع گردید.
رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار مولوی محمد ولی محسن گفت که این وسایل در ولسوالی‌های اچین، سپین‌غر و هسکه‌مینه برای ۳۲۴ تن از اعضای کمیته‌ها توزیع شده است تا در هنگام بروز حوادث طبیعی مورد استفاده قرار گیرد.
وی افزود که این بسته‌ها شامل بسته کمک‌های عاجل طبی اولیه و بسته‌های نجات و خودامدادی می‌باشد که در آن وسایلی چون بطری، بیلچه، کراچی، موزی، گروپ دستی، کولنگ، اره، چکش، بلندگو، ماشین بلندگو، مایکروفون و سایر وسایل ضروری به‌منظور آگاهی‌دهی و هشداردهی به باشندگان محل، گنجانیده شده است.
به گفته مسئولان، این وسایل به باشندگان آن بخش‌ها توزیع گردیده که بیش از دیگران در معرض تهدیدات ناشی از حوادث طبیعی قرار دارند.ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت