د کابل په دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۱۰
در دو ولسوالی کابل وسایل بڼوالى بر ده‌ها بڼوال توزیع شد

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د روپاني مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پغمان او چهاراسیاب ولسوالیو پر ۲۰۰ بڼوالو د بڼوالۍ توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بڼوال کیمیاوي سره، کراچۍ، پلاسټیک، بېل، لاسي کشک، آب پاش، سطل، کلنګ او یوشمېر نور توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د کابل دکرنې ریاست د چارواکو په شتون کې پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي، موخه یې په یادو ولسوالیو کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابول او په ټوله کې د بڼوالو ملاتړ ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۷  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (اکشن اېډ) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت