د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵۵
د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو سره یو ځای، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو، تولیدي فابریکو او بېلابېلو تخنیکي برخو څخه نږدې لیدنه وکړه او د یاد شرکت روان فعالیتونه یې له نږدې وڅېړل.
په دې لیدنه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي، د یاد شرکت درې نور رئیسان او یو شمېر اړوند مسؤولین له پلاوي سره مل وو.
پلاوي د یاد شرکت د ګڼو فعالو برخو تر څنګ، د نجارۍ فابریکې، د زیتونو د پروسس فابریکې او د ماشینرۍ له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه او د دغو برخو روان فعالیتونه یې له نږدې وڅېړل.
د لیدنې پر مهال، د امارتي شرکتونو لوی رییس او ورسره مل پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت روان فعالیتونه مثبت وارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د لا چټکتیا، اغېزمنتیا او ښه تنظیم په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسؤولینو د چارو د کیفیت او چټکتیا ډاډ ورکړ او د رهبري له لوري یې په ځینو تخنیکي، پراختیايي او نورو برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت