د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ او ستراتېژيکو همکاریو د رامنځته کولو کنفرانس کې د کرنیزو څېړنو د لوی رییس ګډون

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۹
د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ او ستراتېژيکو همکاریو د رامنځته کولو کنفرانس کې د کرنیزو څېړنو د لوی رییس ګډون

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له‌خوا د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ او ستراتېژيکو همکاریو د رامنځته کولو په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړ. دغه کنفرانس د دوو ورځو لپاره د انټرکانټیننټل په هوټل کې جوړه شوې وه، چې  پکې امارتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او د تعلیمي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
په دې کنفرانس کې مولوي نصرت‌الله طلحه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په سکتور کې د تخنیکي او مسلکي مهارتونو او کادرونو د کمښت په اړه خبرې وکړې او د کرنې د دودیز حالت څخه مسلکي او تولیدي وضعیت ته د اړولو په برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر بنسټیز رول ټینګار وکړ. هغه وویل، عملي زده‌کړې کولای شي بزګران په اغېزمن ډول د تولیداتو په ښه والي او د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
همدارنګه په دې ناسته کې د وټرنرۍ خدمتونو د ښه‌والي، د مسلکي کادرونو له لارې د څارویو روغتیا، تغذیې او تولید د لوړولو، او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس، بسته‌بندۍ او ساتنې د رول په اړه بحث وشو، چې دا چاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري. په پای کې، د کرنې وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ترمنځ د عملي همکاریو لارې، لکه ګډې سیمه ییزې روزنې، ګډ درسي پروګرامونه او د عملي زده‌کړو لپاره د زمینې برابرول، د راتلونکو همکاریو د اساسي محورونو په توګه مطرح شول.

اشتراک رئیس عمومی تحقیقات زراعتی در کنفرانس ایجاد هماهنگی و همکاری استراتیژیک میان سکتور خصوصی 
۱۸ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی نصرت‌الله طلحه، رئیس عمومی تحقیقات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سومین کنفرانس اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی پیرامون ایجاد هماهنگی و همکاری استراتیژیک میان سکتور خصوصی اشتراک کرد. این کنفرانس به مدت دو روز در هوتل انترکانتیننتال برگزار گردیده بود و با حضور مسئولان دولتی، نمایندگان سکتور خصوصی و نهادهای آموزشی دایر شد.
در این کنفرانس، مولوی نصرت‌الله طلحه پیرامون کمبود مهارت‌ها و کادرهای تخنیکی و مسلکی در سکتور زراعت، آبیاری و مالداری صحبت نموده و بر نقش اساسی تعلیمات تخنیکی و مسلکی در تبدیل زراعت از حالت سنتی به وضعیت مسلکی و تولیدی تأکید کرد. وی بیان داشت که آموزش‌های عملی می‌تواند دهاقین را به‌گونه مؤثر در بهبود تولیدات و افزایش عایدات یاری رساند.
همچنان در این نشست، موضوعاتی چون بهبود خدمات وترنری، ارتقای صحت، تغذیه و تولید حیوانات از طریق کادرهای مسلکی، و نقش پروسس، بسته‌بندی و نگهداری محصولات زراعتی و مالداری در ایجاد فرصت‌های کاری و تقویت اقتصاد خانواده‌ها مورد بحث قرار گرفت. در پایان، راه‌های عملی همکاری میان وزارت زراعت و اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، از جمله آموزش‌های ساحوی مشترک، برنامه‌های درسی مشترک و فراهم‌سازی زمینه آموزش‌های عملی، به‌عنوان محورهای اساسی همکاری آینده مطرح گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت