لغمان کې له ۳۰ بې‌وزلو کورنیو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۱۳
لغمان کې له ۳۰ بې‌وزلو کورنیو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د «اې.بۍ.ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالی له ۳۰ کونډو او بې‌وزلو مېرمنو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه.
د یادې مرستې د وېش مراسم د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د الیشنګ ولسوالی د ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د کرنې ریاست دمالدارۍ او څارویو دروغتیا آمر ډاکټرجوادالله علیزاده او اقتصاد ریاست استازي او د مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.
په دې مرسته کې، د شېدو غواګانو تر څنګ هرې مستحقې کورنۍ ته سل ۱۰۰ کیلوګرامه کنجاړه او د شېدو د راټولولو، ساتنې او حفظ‌الصحې اړوند توکي هم ورکړل شول.
د دې مرستې اساسي موخه د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د لبنیاتو تولید زیاتوالی او د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې په کلیوالي سیمو کې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دا ډول ګټورې او دوامدارې پروژې پلې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار کې د درملو او کیمیاوي سرو پلورنکو ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار حیواني، نباتي درملو او کیمیاوي سرو ټولنې چارواکو د خپلو ستونزو حل په موخه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۲۵ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۲۵ سره مېښو د. . .

بازگشت