د افغانستان د کرنې مرستیال وزیر د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال وزیر سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۱
دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین آب و خاک وزارت جهاد و کشاورزی ایران

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال نن د ایران اسلامي جمهوریت د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال سره په کتنه کې د کرنې، نوې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه  خبرې اترې وکړې.
په دې رسمي لیدنه کې، چې د دواړو لورو د پلاوو په حضور کې ترسره شوه، د افغانستان د کرنې وزارت د اوبو لګولو اوقدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال ډاکتر صفدر نیازی شهرکي، د اوبو د مدیریت، د اوبو د سرچینو د سپما، د څاڅکي (قطره‌یي) او باراني نوې اوبو لګولو سیستمونو د کارونې او نورو پرمختللو ټکنالوژیو په برخه کې د تخنیکي تجربو د تبادلې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په یاده غونډه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې غړي، د دواړو هېوادونو د کرنې او اوبو لګولو یو شمېر سوداګر، د کرنیزو نندارتونونو تنظیموونکي، د اوبو لګولو سیستمونو تولیدوونکي او د ایران د اوبو لګولو سیستمونو د تولیدوونکو ټولنې مرستیال هم ګډون درلود.
د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، نوې اوبو لګولو، مالدارۍ او فرامرزي کرنې په برخو کې د ایران د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. همدارنګه د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې لپاره د ایران په بازارونو کې د زمینې برابرولو او د دې هېواد له لارې د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې. د اوبو لګولو د نويو سیستمونو د طرحې او تولید په برخه کې له فعاله ایراني شرکتونو هم وغوښتل شول، چې د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې ګډون وکړي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.
له بلې خوا، د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال د اوبو لګولو په برخه کې د تجربو د لېږد، د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې د ګډون، د افغاني محصولاتو د ترانزیت د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار وکړ. دواړو لورو همدارنګه د خصوصي سکتور د سوداګرو پر ستونزو او د حل لارو یې بحث وکړ.
د دې پروګرام په څنډه کې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د اوبو لګولو د سیستمونو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه. د افغانستان د خصوصي سکتور استازو هم له ایران څخه د خوراکي هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌دارو هګیو او یو ورځنیو چرګوړو وارداتو ته د افغانستان اړتیا له ایراني لوري سره شریکه کړه.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوامدارو همکاریو پر پراخولو او د اقتصادي ودې په بهیر کې د خصوصي سکتور د رول پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت