د میدان وردګو د کرنې رییس له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۹
د میدان وردګو د کرنې رییس له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وکړه

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل د خپل مل پلاوي په ملتیا د مرکز میدان ښار د نرخ سړک ته څېرمه د حاجي شفیق‌الله رستم‌خېل او میرحمزه رستم‌خېل له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وکړه او د یادې سړې خونې له روانو فعالیتونو یې ارزونه وکړه.
د یاد سړې خونې د جوړېدو چارې په روان ۱۴۰۴ هـ ش کال کې پیل شوې وې او په نويو ۹۰ ورځو کې د ګټې اخیستنې لپاره چمتو او فعالې شوې ده. په دې سړه خونه کې شاوخوا ۱۸۰۰ ټنه بېلابېل مېوې لکه بېرت، مارلینګ، سپینې، مڼې او انار په معیاري ډول ساتل شوي دي، چې د مېوو د کیفیت ساتنې لپاره مناسب شرایط ورته برابر شوي دي.
د سړې خونې مسؤل رستم‌خېل وویل، چې د راتلونکي لپاره یې پلان د سورتنګ په برخه کې د فعالیتونو پراخول او د مڼو د جالیو د ماشین نصبول دي، څو د تولیداتو اندازه او کیفیت لا زیات شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوي خان محمد حقمل د یادې سړې خونې د ښه فعالیت له لیدو خوښي څرګنده کړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په خپلو چارو کې لا ډېره چټکتیا او پاملرنه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کرنې ریاست به د دې ډول ملي پروژو د ملاتړ او هر ډول همکارۍ لپاره چمتو وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت