د میدان وردګو دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴۴
د میدان وردګو دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې پر ۲۰۰ بزګرانو د سبو تخونو او کیمیاوي سرې وېشل په پار سروې ترسره شوه.
ددې مرستې په لړ کې به د سیداباد ولسوالی پر ۱۰۰ او دغه راز د جلریز ولسوالی پر ۱۰۰ بزګرانو د سبو تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
ددې مرستې موخه د کروندګرو ملاتړ او په ټوله کې په یادو ولسوالیو کې د سبو اصلاح شوي تخمونو دودول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۷  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (اکشن اېډ) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت