کندز کې ۸۰ تنه د سبو کروندګر له کرنیزو بستو څخه برخمن شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
۸۰ تن از سبزی‌کاران در ولایت کندز  از بسته‌های زراعتی بهره‌مند شدند

د سبو د تولید د ملاتړ او د کروندګرو د معیشت د ښه والي په موخه د کندز په مرکز او د چهاردرې په ولسوالی کې ۸۰ تنه د سبو کروندګرو ته کرنیزې بستې ووېشل شوې. دغه بهیر د ډاکار دفتر له‌ خوا د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ کې عملي شو.
یاد پروګرام هغو کروندګرو ته ځانګړې شوې وې، چې له دې وړاندې یې د کورنیو بڼګیو پروژه په بریالۍ توګه تطبیق کړې وه، او د نوو کرنیزو بستو وېش د هماغو فعالیتونو په دوام، د تولید د کچې د لوړولو، د شته ځمکو د غوره استفادې او د کورنیو لپاره د سالمو سبو د برابرولو په موخه ترسره شو.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د کورنیو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا او په سیمه‌ییزه کچه د سبو د کرکیلې د پراختیا لپاره د کروندګرو د هڅونې په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت