پکتیکا کې د «پریفال» پروژې تطبیق؛ د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د ظرفیت پیاوړتیا

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۲
پکتیکا کې د «پریفال» پروژې تطبیق؛ د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د ظرفیت پیاوړتیا

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د اړیکو دفتر «ټي.ال.او» له لوري د «پریفال»  پروژه، چې موخه یې د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د خلکو د ظرفیت پیاوړتیا ده، د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې په مرکز ښرنه او یوشمېر ولسوالیو کې په پوره همغږۍ سره پلي کېږي.
یاده پروژه د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست په رهبرۍ او همغږۍ، د مرکز ښرنه، یوسف‌خېل، خیرکوټ او اورګون ولسوالیو کې روانه ده، چې موخه یې د قدرتي سرچینو دوامداره مدیریت، د خطرونو کمول او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه‌والی دی.
د پروژې د تطبیق په لړ کې د سروې له لارې ۱۵ واټرشیډونه انتخاب شوي، چې د هر واټرشیډ لپاره د اوبو مدیریت کمیټه «ډبلیو.ام.سي» او د خطرونو د کمولو کمیټه جوړه شوې ده. همدارنګه د C-HVCA مېتود له لارې د خطرونو تحلیلي نقشې د یادو کمیټو په همکارۍ چمتو شوې دي.
په دې پروژه کې اړوند کارکوونکو ته مسلکي روزنې ورکړل شوې او کاري وسایل هم وېشل شوي دي. د اوبولګولو اړوند، سولري سیستمونه، چوکاتونه، سمرسیبل پمپونه، انورټرونه، د شبکې پایپونه، د اوبو د ذخیرې ټانکونه او نل‌لیکې نصب شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په هر واټرشیډ کې ۶۰۰۰ ترینچونه او په ټولیز ډول ۹۰ زره ترینچونه کیندل شوي دي. د پروژې له لارې شاوخوا ۳۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د ربیع‌الاول او ربیع‌الثاني میاشتو په ترڅ کې ټولې ۵۴ زره کاري ورځې رامنځته شوې دي. همدارنګه په منځنۍ کچه په هره سیمه کې ۴۹ متر مکعب کاري فعالیت ترسره شوی دی.
د پکتیکا د کرنې ریاست یاده پروژه د ولایت د خلکو لپاره ارزښتناکه بللې او ټینګار یې کړی، چې د ورته پروژو تطبیق د قدرتي سرچینو ساتنې، د خطرونو کمولو او د کروندګرو د معیشت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت