د کندز په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۵

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د کندز ولایت په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې د «سي.ار.ال.جي» پروژې (په افغانستان کې د اقلیمي انعطاف‌پذیرۍ او ټول‌شموله محلي ودې پیاوړتیا) تر چتر لاندې، یوشمېر مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته د چیلي نسل یوه شېدو ورکوونکې وزه له دوو بچیو سره یوځای ووېشل شوه. همدارنګه د مواشیو د ساتنې او تغذیې د ملاتړ په موخه، هرې کورنۍ ته په مجموع کې ۴۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي او درې د مالدارۍ آخورونه هم ورکړل شول.
د یادو مرستو د وېش لړۍ د آغاخان بنسټ له لوري د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د یاد ریاست د مسؤلو کارکوونکو او د اړوند دفتر د استازو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د دې پروګرام د تطبیق موخه د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه‌والی، د مالدارۍ پیاوړتیا، د لبنیاتو د تولید زیاتوالی او د کورنیو په کچه د نسبي ځان‌بسیاینې رامنځته کول دي. د دې ډول پروژو تطبیق د فقر د کمولو او د دوامدارو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت