کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
کمپاین‌های منظم علیه آفات «یوریا سپرې» و «مورپتدار» در ولایت کندز در جریان است

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د څانګې له لارې د «یوریا سپرې» او د «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه پیل کړي دي. دغه کمپاینونه دا مهال په اغېزمن ډول د امام‌صاحب، قلعه‌ذال او چهاردرې ولسوالیو کې جریان لري.
یاد پروګرام په ۷ هغو کلیو کې تطبیق شوی چې مېوه‌ لرونکي بڼونه لري، او تر اوسه له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو بڼوالو ته د افاتو د پېژندنې، د مخنیوي لارو چارو، د یوریا سپرې د سم استعمال او د مورپتدار افت پر ضد د اغېزمنې مبارزې په اړه عملي او نظري پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه، د دې کمپاین په ترڅ کې له ۴۴ زرو او ۵۰۰ څخه زیاتې مېوه‌ لرونکې ونې تر پوښښ لاندې راغلې او پرې لازم حفاظتي اقدامات عملي شوي دي. د دې پروګرام تطبیق به د افاتو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو په کمولو، د بڼونو د روغتیا په ښه کولو او د بڼوالو د حاصلاتو په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت