د اراضۍ ریاست کې د ځمکو د تصفيې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په پار غونډه دایره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۹:۵۲
د اراضۍ ریاست کې د ځمکو د تصفيې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتندنې ریاست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د ځمکو د تصفيې په برخه کې د اسانتياوو د راوستلو په پار غونډه دایره شوه.
په دغه غونډه کې د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتندنې رييس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د اجارې عمومي ریاست سرپرست انجنير احسان الله الهام، د تصفيې رييس مولوي نياز محمد رهبر، د سروې کدستر رييس مولوي عبدالصمد پاڅون، دقرادادنو د تنفيذ رييس شیخ محمود حميدي او د تصفيې رياست يوشمېر کارپوهانو ګډون درلود.
ياده غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس چې د ځمکو د تصفيې په برخه کې د تخنيکي، حقوقي او شرعي اړخونو په پام کې نيولو سره يوه کړنلاره جوړه شي تر څو هېواد والو ته په دغه برخه اسانتيا رامنځته شي.
په پيل کې د استملاک او بيا مېشتندنې رييس د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو څخه يې وغوښتل، چې خپل نظرونه او وړانديزونه هم مطرح کړي.
ورپسې ګډونوالو د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم د پلي کولو په موخه يې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د ځمکو د تصفيې رياست کارپوهانو وویل، چې د ا.ا له راتګ سره د ځمکوالۍ په برخه کې د اراضۍ ریاست د مسوولينو لخوا يوه مسوده ترتيب شوې، چې د ځمکو تخنيکي او حقوقي اړخونه ټول پکې په پام کې نيول شوي دي که په دغه مسوده کې د تصفيې په برخه کې د علماوو لخوا يو څه نظرونه نور هم زیات شي نو کېدای چې يوه جامع کړنلاره ترېنه جوړه شي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اراضۍ ریاست د مختلفو څانګو څخه یوه کمیټه جوړه شي او د نوموړي کړنلارې د جوړولو لپاره خپل کار پيل کړي او له تکميلېدو څخه وروسته ياده کړنلاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دفتر ته د منظوری لپاره وړاندې شي.


در ریاست اراضی، نشستی به‌منظور ایجاد سهولت‌ها در بخش تصفیه زمین‌ها برگزار شد
۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ریاست استملاک و بازاسکان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، نشستی به‌منظور ایجاد سهولت‌ها در بخش تصفیه زمین‌ها برگزار گردید.
در این نشست، مولوی عبدالعلی عمری رئیس استملاک و بازاسکان ریاست اراضی، انجنیر احسان‌الله الهام سرپرست ریاست عمومی اجاره زمین‌ها، مولوی نیازمحمد رهبر رئیس تصفیه، مولوی عبدالصمد پاڅون رئیس سروی کدستر، شیخ محمود حمیدی رئیس تطبیق قراردادها و شماری از کارشناسان ریاست تصفیه اشتراک داشتند.
این نشست بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دایر گردید که در آن تأکید شده است تا با درنظرداشت ابعاد تخنیکی، حقوقی و شرعی، یک طرزالعمل در بخش تصفیه زمین‌ها تدوین گردد تا برای شهروندان کشور در این زمینه سهولت‌ها فراهم شود.
در آغاز، رئیس استملاک و بازاسکان پیرامون موضوع یادشده صحبت نموده و از اشتراک‌کنندگان نشست خواست تا نظریات و پیشنهادهای خویش را نیز مطرح نمایند.
سپس اشتراک‌کنندگان به‌منظور تطبیق حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان، دیدگاه‌ها و نظریات خویش را ارائه کردند.
کارشناسان ریاست تصفیه زمین‌ها اظهار داشتند که پس از آمدن امارت اسلامی، در بخش زمین‌داری از سوی مسئولان ریاست اراضی یک مسوده تهیه شده است که در آن تمامی جوانب تخنیکی و حقوقی زمین‌ها در نظر گرفته شده و اگر در این مسوده، در بخش تصفیه، نظریات علمای کرام نیز بیشتر افزوده شود، می‌تواند به یک طرزالعمل جامع مبدل گردد.
در پایان تصمیم گرفته شد تا از بخش‌های مختلف ریاست اراضی یک کمیته ایجاد گردد و کار خود را به‌منظور تدوین طرزالعمل متذکره آغاز نماید و پس از تکمیل، طرزالعمل یادشده جهت منظوری به دفتر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تقدیم شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې د شنو سیمو پراختیا په موخه د همغږۍ او په غریزو سیمو کې د نیالګیو پر کېنولو پریکړه وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر  کې د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رییس، قاري احسان‌الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

د اراضۍ ریاست کې د ځمکو د تصفيې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتندنې ریاست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د ځمکو د تصفيې په برخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

لغمان کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د میدانیو په سیمه کې د نږدې درې میلیونه. . .

بازگشت