د هلمند موسی کلا کې پر لسګونو بزګرانو اصلاح شوي عضوي سره ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
د هلمند موسی کلا کې پر لسګونو بزګرانو اصلاح شوي عضوي سره ووېشل شوه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د موسی کلا ولسوالی د ترویج عمومي مدیریت په همکارۍ د افغان ایرک کمپنۍ له لوري، د حاصلاتو د ښه والي او زیاتوالي په موخه، ۴۵۰ کروندګرو ته اصلاح شوې عضوي سره (کمپوسټ) ووېشل شو.
د یادې پروسې د پیل پر مهال د موسی کلا ولسوالی د ترویج عمومي مدیریت کارکوونکو کروندګرو ته سپارښتنه وکړه، چې ورکړل شوې عضوي سره دې په خپلو ځمکو کې تطبیق کړي ترڅو په حاصلاتو کې یې زیاتوالی راشي.
د افغان ایرک کمپنۍ مسؤلینو هم کروندګرو ته د عضوي سرې د استعمال په اړه روزنه ورکړه او په دې پروګرام کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه عضوي سره ورکړل شوه. 
کروندګرو د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې مخکې هم د نورو مرستندویو موسسو له لوري ورته مرستې شوي، چې له امله یې په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت